تازه خبرونه

په غزني کې ۵ عامو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني ولایت په قره باغ لسوالۍ کې تېر ماښام د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې درې عام وګړي وژل شوي دوه نور ټپیان دي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د چرګو په اړوند سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو پر یو موتر وسلوال برید کړی، چې درې کسان یې وژل شوي او دوه نورټپیان دي.

ولایتي چارواکو ویلي، چې دغه برید  طالبانو کړی؛ ځکه، چې پېښه د طالبانو په تر څارنې لاندې سیمه کې رامنځته شوې؛ خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

غزني د مرکزي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې تل ترې د مرکز په ګډون له لیرې پرتو سیمو د ناامنیو راپورونه وړاندې شوي دي.

خبریال: بشیرالله نقشبندي

Trending

Exit mobile version