تازه خبرونه

په ارګ کې یو شمېر کړۍ د ټاکنو کمېسیون په مقرریو کې لاسوهنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دې بنسټ د دارالانشا ریاست تر منځ  د ټاکنو په تړاو د معاملو خبره بربنډه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، د ارګ کړیو په کمیسیون کې ځینې ناقانونه کړنې چټکې کړي او د کمیسیون قانوني کړنو ته خنډونه جوړوي.

د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان وایي، د  کابل د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو تر اعلام وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنیز بهیر کې په مستقیم ډول لاسوهنې پیل کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو لخه مخې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون شاوخوا شل مرکزي او ولایتي بستونه اعلان ته تلي دي.

د هغه په خبره، د دې افرادو ناقانونه مقرري به ژر د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا تر سره شي.

دې مسالې د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان هم اندېښمن کړي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډلې دوه یم مرستیال اسد الله سعادتي ولسمشرۍ ماڼۍ تورنوي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته یې د ټاکنو کمیسیون په چارو کې مستقیمې مداخلې وکړې.

ټاکنو خپلواک کمیسیون تل د ټاکنڅارو تر نیوکو لاندې راغلی او د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو  بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید وایي، چې د ټاکنو کمیسیون خپلواک عمل نکوي.

دغه ټاکنڅاری په تشکیلاتو کې ناهمغږي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکیو د سلیقه یي استخدام سبب بولي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي؛ خو د کارپوهانو په وینا، کمیسیون لدې وضعیت سره نشي کولی ټاکنې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version