تازه خبرونه
په غزني کې یوه ډله سړي تښتوونکي نیول شوي
په غزني ولایت کې د پولیسو قومندان وایي؛ په تېرو څو میاشتو کې پولیسو د یو شمېر هغو خپلسریو او بې نظمیو مخه نیولې، چې تل د خلکو د سپکاوي او ځورونې لامل شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخېل و سړی تښتوونکي رسنیو ته نه ښیي او وایي، چې هغوی اوس په بند کې دي.
د نوموړي په وینا؛ تېره ورځ د دغه ولایت له قره باغ ولسوالۍ درې کسه نور سړي تښتونکي هم نیول شوي او هڅه کوو، چې د دوی نور ملګري هم ونیول شي.
امرخېل دا هم په ډاګه کړه، چې په غزني ولایت کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د سپو جنګولو، غلاوو، جوارۍ، شراب خوړونکیو، زناکارو او یو شمېر نورو خپلسریو او بې نظمویو مخه نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ په تېر یو کال کې پولیس بریالي شوي، چې د سړي تښتوونکیو یوه دولس کسیزه ډله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې له تېر یوه مال راهیسې په غزني کې د لویو لارو په ګډون ښاري امنیت هم د تېرو کلونو په پرتله ډاډمن شوی دی.