تازه خبرونه

په غزني کې موتر بم چاودنې ۱۹۱ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې په غزني ولایت کې موتر بم چاودنې ۱۹۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.  

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۱۶) اته بجې طالبانو  د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې د شاه میر صاحب په اړوند سیمه کې د ملي امنیت پر عمومي ریاست موتر بم برید کړی.

په دې برید کې د غزني ولایت د ملي امنیت ریاست ډېره برخه ویجاړ شوی ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، چې په دې پېښه کې  ۱۷۹ کسان ټپیان شوي او ۱۲ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ټپیانو درملنه روانه ده او یوشمېر نور یې، چې روغتیایي حالت یې د اندښنې وړ دی کابل ته لیږدول شوي دي.    

د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې په دې پېښه کې د ملي امنیت دوه سرتېري وژل شوي، ۹ ټپیان دي او پاتې نور ټول د ښوونځي زدکوونکي، ښځې او عام وګړي دي.

طالبانو د دغه موتر بم برید مسوولیت منلی دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ هم د غزني ښار په یوه لوی جومات کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو له چاودنې دوه کسان وژل شوي وه او له ۲۰ ډېر ټپیان ول.

Trending

Exit mobile version