تازه خبرونه
په غزني کې ماین چاودنې او ځانمرګي برید ۷ کسان وژلي
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغه ماین وسلوالو طالبانو د کابل ـ کندهار د لویې لار په ګلدان کې ځای پر ځای کړی و، چې پر چاودنه یې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولایت د آب بند ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر ځانمرګي برید څلور سرتېري وژل شوي او له اته کسانو ډېر ټپیان دي.
طالبانو د ځانمرګي برید مسوولیت منلی او وایي، چې یو ځانمرګي بریدکوونکي خپل له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د دې ولسوالۍ د سرفراز په اړوند سیمه کې چولی او لسګونه سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
طالبانو تېره ورځ هم د آب بند ولسوالۍ پر ودانۍ موتربم برید کړی وه، چې په کې ۱۵ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.