تازه خبرونه

له طالبانو سره د خبرې کوونکي پلاوي د غړیو نوملړ وروستی شوی ندی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د افغان مرکچي پلاوي یوه غړي له آریانا نیوز سره په خبرو کې د جمعې پر ورځ( د زمري ۱۱) ویلي، د دغه پلاوي د غړو نوملړ تر اوسه وروستی شوی ندی او خبرې پرې روانې دي.  

ښاغلی حاجي عزیزالله دین محمد ویلي؛ څومره، چې زه پوهیږم نن هم پر نوملړ بحث او خبرې روانې دي. له همدې کبله ترې بشپړ معلومات نلرم.  

مخکې حکومت ویلي وه، چې له طالب استازیو سره د خبرو اترو لپاره پېنځلس کسیز پلاوی وروستی شوی دی.

د حاجي دین محمد تر څنګ د عبدالحکیم منیب، حبیبه سرابي، شاه ګل رضایي، محمد ناطقي، نادر نادري، حفیظ منصور، عالم خلیلي، عطاالله لودین، انوارالحق احدي او باتور دوستم نومونه هم لیدل کیږي؛ خو د مرکچي پلاوي غړی حاجي  دین محمد دا نوملړ سل په سلو کې رښتینی او نهایي نه بولي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې په نږدې راتلوونکې کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي او دا خبرې به په سترې کچه کې تر سره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، چې پرته له شکه به د خبرو اترو کچه ستره وي او مونږ پر وروستیو لاسته راوړنو ټینګار کوو.

د حاجي دین محمد په وینا، د افغانانو په  خپلمنځي خبرو کې د مرکچي پلاوي پرېکړې به الزامي وي.

حاجي دین محمد وایي، ټاکل شوې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره د سولې لپاره بېل ـ بېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې دواړو لوریو ته به تر خپل کنترول لاندې سیمو کې الزامي وي.

له طالبانو سره د خبرو اترو د مرکچي پلاوي دې غړي ویلي؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلوونکې کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ کومې خبرې چې د ده په وینا، په لومړیو ورځو کې به یې  د مذاکرې لپاره قاعده  جوړه شي او وروسته به دواړه لوري خبرې پیل کړي. د اوربند تینګښت به د افغانانو د خپلمنځي ناستې د اجنډا لومړی برخه وي.

تمه کیږي د افغان مرکچي پلاوي غړي داسې کسان وي، چې ټولو لوریو ته د منلو وي.

طالبانو مخکې ویلي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پلان له اعلان وروسته د حکومت په ګډون له ټولو خواوو سره د سیاسي لوري د اړخ  په توګه خبرو ته چمتو دي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version