تازه خبرونه
له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به دواړه خواوې ګټونکې وي
په روانه روژه کې افغانستان د ګڼو خونړیو بریدونو شاهد و، چې وروستۍ هغه یې د هلمند پر یوه بانک موتر بم چاودنه وه؛ خو د سولې عالي شورا رییس له دغو پېښو وروسته بیا هم د خلکو پر یووالي او همپالنې ټینګار کوي او وایي، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به هیڅ لوری بایلونکی نه وي، بلکې دواړه خواوې به ګټونکې وي.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وایي، چې جګړه نه دولت ته د حل لار ده او نه هم مخالفانو ته.
نوموړی زیاتوي؛ د وروستیو پېښو په تړاو طالبانو خپل دریځ روښانه کړ او هغه یې وغندلې، چې دا د سولې پر لوري یو مثبت ګام دی او باید ټینګ پورته شي.
هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د سولې خبرو ته دې زمینه برابره کړي.
د سولې عالي شورا د رییس په باور، فساد د ناامنیو لپاره لار اواره کړې ده او باید د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره بنسټونه اصلاح شي.
دی ملت او دولت دواړه تر کره کتنې لاندې نیسي او وایي، د خلکو نیوکې باید د نظام د نسکوریدو لامل نشي او حکومت هم باید د خلکو له نیوکې د نظام د نسکورولو معنا وانخلي.
په روانه روژه کې افغانستان د خونړیو پېښو لیدونکی و، چې کابل ښار کې یې د حکومت پر کړنو ولسي اعتراضونه هم را وپارول؛ خو باور کیږي، چې د اوسني نظام بدیل د دولت وسلوال مخالفین دي او هېواد به د منځني ختیځ په برخلیک واوړي.
خبریال: باعث حیات