تازه خبرونه

له طالبانو سره له هوکړې وروسته امریکا ښایي ۸ یا ۹ زره سرتېري وباسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

واشنګتن پوست ورځپاڼې د څو امریکایي چارواکو له قوله څرګنده کړې؛ امریکا ښایي له طالبانو سره له هوکړې وروسته له افغانستان څخه ۸ یا ۹ زره سرتېري وباسي، خو اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون هم په دې هوکړه کې شامل دي.

له افغانستان څخه د  خپلو ځواکونو د ویستو په تړاو د ولسمشر دونالد ترمپ له څرګندونو وروسته اوس واشنګتن پوست د څو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې ټاکل شوې له طالبانو سره له هوکړې وروسته امریکا له اته تر نهه زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د یادې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ طالبانو هم منلې، چې اوربند کوي او په افغانستان کې به له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې امریکایان باید د ځواکونو له ویستلو سره خپل اخلاص وښيي. له افغانستان څخه ۶ زره ځواکونو وځي او دا به له طالبانو سره خبرو او اوربند ته زمینه برابره کړي.

د امریکا د ولسمشریزو تاکنو نوماندان هم ټینګار کوي، چې د بري په صورت کې به خپل ځواکونه د ولسمشرۍ په لومړنۍ دوره کې له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند بیتو او رورک څرګنده کړې؛ له یوه وخته داسې ده، چې مونږ خپل ځواکونه بېرته خپل کور ته ستانه کړو او زه به د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاو کې دا کار وکړم. مونږ به خپل ځواکونه نه یوازې له افغانستان بلکې، له عراق، لیبیا، یمن او سوریې هم وباسوو.

ځینې سیاسي فعالان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دواړو لوریو لپاره په باور جوړولو کې مهم ګام بولي.

سیاسي فعال حمید الله هوتک د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ هو! سمه ده د طالبانو شرط هم همدا دی، چې له امریکایانو سره به هوکړه هغه وخت لاسلیک کړي، چې دوی لومړی له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل ومني.

باورکیږي، چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ د خبرو اترو په اتم پړاو کې به دواړه خواووې کیدی شي پر هغې هوکړې لاسرسي ته ورسیږي، چې ټولې خواووې ورته له میاشتو میاشتو په تمه دي.

Trending

Exit mobile version