تازه خبرونه

له طالبانو د ازبکستان تود هرکلي د افغان حکومت غصه راپارولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ازبکستان په تاشکند ښار کې له طالب استازیو څخه د دوی د چارواکو تود هرکلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غصه راپارولې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه ګاونډ هېوادونه باید د افغان حکومت او افغانانو پر مالکیت د سولې بهیر ته درناوی وکړي.

په دې اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د طالب پلاوي له تود او رسمي هرکلي څخه ښکاري، چې ازبکستان د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته د زمینې برابروونکی ندی.   

په اعلامه کې څرګنده شوې، چې: افغانستان تل د سولې بهیر په اړه د نړۍ د هېوادونو او په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو له هڅو هرکلی کړی دی. مونږ له تولو هېوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډ هېوادونو غواړو، چې د افغانستان د خلکو او حکومت پر مالکیت، چې د دغو خلکو مشروع استازی دی؛ دغه بهیر ته درناوی وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې مخې؛ دوه ورځې مخکې په تاشکند کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له طالب پلاوي سره ولیدل او دواړو خواوو د افغانستان د سولې په اړه خبرې تر سره کړې؛ خو د افغان حکومت د دغه تازه غبرګون په اړه تر دې دمه څه ویل شوي ندي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د افغانستان د سولې بهیر د چټکولو لپاره یې غوره او ګړندي ګامونه پورته کړي او دا وړاندیز یې هم کړی، چې د افغانانو بل پړاو خپلمنځي خبرې دې په تاشکند کې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version