تازه خبرونه
په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم تر سره شول
حاجیان د عرفات غونډۍ ته ولاړل او په ځانګړیو دیني مراسمو کې یې دعاوې او لمونځونه ترسره کړل. له افغانستان څخه هم سږ کال د حج فریضې ادا کولو لپاره شاوخوا دېرش زره کسان سعودي ته تللي دي.
حاجي صاحبانو د شنبې پر ورځ ( د زمري ۱۹) د عرفات مراسم پیل او د عرفات غونډۍ ته ولاړل، دعاوې او عبادتونه یې وکړل.
مسلمانان په کعبه کې را ټولیږي او هلته طواف کوي او نړۍ ته ښیي، چې اسلامي یو والی څومره ارزښت لري.
د پوهنتون استاد محمد سالم حسنی وایي؛ د دغې ورځې په فضیلت کې راغلي: هر څوک، چې په دې ورځ د الله پاک عبادت وکړي، روژه ونیسي، لمونځ وکړي، قرآن ولولي او له الله پاک سره راز و نیاز وکړي؛ شونې ده، چې عرفات ته دتلو او د حج ثواب یې په برخه شي.
د شاوخوا دوه میلیون حاجیانو په منځ کې دېرش زره افغانان هم دي. د عرفات دښته د مکې مکرمې په شاوخوا شل کیلو مترۍ کې سویل ختیځ لوري ته پرته ده. په دې سیمه کې څوک ژوند نکوي؛ خو د حج مراسمو پر مهال حاجیان له منا څخه ورځي؛ د حج خطبه، لبیک، دعا او د ماسپښین او مازیګر لمونځونه او د حج د فریضې مهمه برخه په کې ترسره کیږي.
له عرفات، طواف او څارویو له قرباني کولو وروسته د حج مراسم د یکشنبې پر ورځ پای ته رسیږي.
حج د اسلام پېنځمه بنا ده او هر کال په سعودي کې د میلیونونه مسلمانانو په شتون کې ادا کیږي.