تازه خبرونه

له طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرې وځنډیدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې په چارو کې د دولت وزارت درې اوونۍ مخکې  ویلي وه، چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره یو پېنځلس کسیز پلاوی جوړ شوی او په یوه اروپایي هېواد کې به خبرې تر سره شي؛ خو ښکاري، چې دا خبرې ځنډیدلي او ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو پایلو ته په تمه ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د خپلمنځي خبرو لپاره تر دې دمه هیڅ وخت او ځای ندی ټاکل شوی. مونږ باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو پایلو ته په تمه شو.

داسې ښکاري، چې د امریکا او طالبانو د اتم پړاو خبرو د پایلو نه معلومیدل د افغانانو د خپلمنځي خبرو د ځنډ یو دلیل دی؛ خو دا، چې دا خبرې څومره مهمې او برخلیک ټاکوونکي کې دي سیاسي مخکښ وحید مژده یې په اړه وايي، چې خپلمنځي خبرې د امریکایانو او طالبانو له خبرو ډېرې حساسې او مهمې دي؛ ځکه، چې په کې پر اسلامي نظام او سراسري سولې بحث او خبرې کیږي.

یو شمېر سیاسي بهیرونه هم وایي؛ د سولې  د خبرو اوږیدو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په پیل کې ځنډ هغه څه دي، چې طالبانو ته یې په سیمه ییزه کچه ډېره ګټه رسولې ده.

د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله  قرلق وایي؛ خلیلزاد باید عملي ګامونه پورته کړي او طالبان له حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. هر څومره، چې دا خبرې اوږدیږي او ځنډیږي، هومره ترې طالبان ګټه پورته کوي.     

طالبانو تر اوسه له امریکا سره اته پړاوه خبرې کړي؛ خو د افغان حکومت له استازیو سره یې هر ډول مخامخ خبرې رد او سیاسي بهیرونو ورسره څلور پړاوه خبرې کړې دي.

دا ځل حکومت هیله من دی، چې د امریکا او طالبانو د اتم پړاو خبرو د پایلو له څرګندیدو وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي.

له دې مخکې  اجرائیه ریاست ویلي وه، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک سره په یوه وخت به واشنګتن او کابل هم یو نوی هوکړه لاسلیک کړي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version