تازه خبرونه

له طالبانو سره د سولې هوکړه نده شوې؛ خو خبرې ښې روانې دي- ترمپ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا ولسمشر ټینګار کوي، چې له طالبانو سره یې د سولې په تړاو هوکړه نده کړې؛ خو ورسره خبرې په ښه توګه پر مخ ځي.

د امریکایانو او طالبانو نهم پړاو خبرې د تړلیو دروازو تر شا لسمې ورځې ته وغزیدلې.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ټینګار کړی، چې له طالبانو سره خبرې ښې روانې دي. طالبان وایي: مونږ کارونه کوو؛ خو وکتل شي، چې څه را منځته کیږي او که نه. مونږ تر اوسه هوکړې ته نه یو رسیدلي، خو خپل سرتېري اته زره شپږ سوه ته را  ټیټوو.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د امریکایي جګپوړو چارواکو تر منځ لیدلورو کې اختلافونه د دې سبب شوي، چې د سولې هوکړه لیک په لاسلیک کې ځنډ راشي.

ټاکل شوې وه، چې له طالبانو سره د امریکا خبرې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې نهایي شوې وای او زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی وای.

د طالبانو د رژیم د المپیک کمیتې رییس شکور مطمئن ویلي؛ د امریکایي چارواکو تر منځ په لیدلورو کې مخالفتونه د دې سبب شول، چې د مسودې په وروستي کیدو کې ځنډ راشي.

حکومت تمه لري، چې د نهم پړاو خبرو پایلې په هېواد کې د سولې د ټینګښت سبب شي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تمه لري، چې د نهم پړاو خبرو اترو پایلې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته لار اواره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ ټاکل شوې وه، چې ښاغلی خلیلزاد کابل ته راشي؛ خو تر اوسه ندی راغلی. کله یې، چې کار تر سره کړي؛ رابشي او د افغانستان حکومت به له خبرو خبر کړي. ولیدل شي، چې د دې پړاو خبرې به څه پایله ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګاس ویلي؛  خلیلزاد او ډله یې له طالبانو سره د هوکړې په تړاو پرمختګ ته دوام ورکوي، چې د ولسمشر موخو ته به ورسیږي او په بیړه به خبرې د افغانستان پر لور ولاړې شي.  

د جمعې پر ورځ له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې دمه رامنځته شوه او د قطر د بهرنیو چارو وزیر له زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر سره د افغانستان سولې په تړاو بېلابېلې ناستې درلودې.

Trending

Exit mobile version