تازه خبرونه
څه باندې اویا زره امنیتي ځواکونه به د شنبې ورځې ټاکنو امنیت خوندي کړي
امنیتي ځواکونه د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتنې او د ټاکنو پر ورځ د کړکېچ مخنیوي په برخه کې اغمنیتي هڅې تر سره کوي.
لوی درستیز بسم الله وزیری ویلي، په ټول هېواد کې د درې واړو امنیتي او دفاعي بنسټونو دوه اویا زره امنیتي مامورین او منسوبین د دې برخلیک ټاکوونکي بهیر امنیت ساتنې ته ګومارل شوي دي.
امنیتي او دفاعي مسوولین د دې بهیر د امنیت ساتنې لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب رحمان ننګ وایي، څلورسوه پېنځه څلویښت مرکزونه به د امنیت د نشتوالي پر دلیل په بشپړ ډول تړلي وي.
طالبانو د ټاکنیز بهیرد ګډوډولو خبرداری ورکړی؛ خو کورنیو چارو وزارت وايي، دا هسې خبرې دي او طالبان نه شي کولی دا ملي بهیر ګډوډ کړي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ویلي، دوی توانیدلي، چې طالبانو ته یې ځپوونکي ګوزارونه ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات ویلي، چې ځانګړې امنیتي ستونزه نشته او خلک کولی شي په آرام او ډاډه زړه د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي.
امنیتي ځواکونه د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي او ډاډ ورکوي، چې د ټاکنو ورځې امنیت به خوندي کړي او خلک هم کولی شي په دې مهم بهیر کې د ګډون لپاره د رایو صندوقونو ته ولاړ شي.