تازه خبرونه

له بایومتریک پرته رایې باید بې اعتباره شي – یو شمېر نوماندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر نوماندانو ویلي، چې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي؛ ځکه، نو بې بایومتریک رایې باید بې اعتباره شي.

د تلې پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وروسته ځینو نوماندانو وار له مخه ادعاوې وکړې، چې ګواکي ټاکنې یې ګټلې دي.

د ولسمشریزو ټاکنو زیاتره نوماندان ادعا کوي، چې حاکمو ډلو په ټاکنو کې درغلۍ کړې دي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل ویلي، چې له بایو متریک پرته رایې باید بې اعتباره وګڼل شي او پاکې رایې له ناپاکو هغو څخه د بایو متریک په وسیله بېلې او بیا پایلې اعلان شي.

د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند سید نورالله جلیلي څرګنده کړې، چې د ځينو نوماندانو لخوا د ټاکنو د پایلو په اړه وړاندویېنه له قانون سرغړونه ده او یوازې د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه د پایلې د اعلان واک لري.   

د ولسمشرۍ نوماند شهاب حکیمي پر دولت جوړوونکې او ثبات او همپالنې ډلو تور لګوي، چې په ټاکنو کې یې ډېرې درغلۍ کړې دي.

دوی له ټاکنو خپلواکو کمیسیونو غواړي، چې تقلبي رایې بېلې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مرکز او ولایتي دفترونو کې د رایو شمېر پیل کړي او په پام کې ده، چې لومړۍ پایلې به ۱۸ ورځې وروسته اعلان کړي.

په ټاکنو کې د درغلیو او له وخت مخکې قضاوتونو ته په کتو دا به وخت په ډاګه کړي، چې کمیسیون به د داسې پایلو په اعلانولو کې بریالی شي، چې خلکو او ټاکنیزو ډلو ته د منلو وړ وي او که نه؟

دا په داسې حال کې ده، چې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار ویلي، چې بې بایومتریکه رایې باید وشمېرل شي.

Trending

Exit mobile version