تازه خبرونه
له طالبانو تود هرکلی له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده- افغان حکومت
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر پاکستانیو چارواکو یو مهال بندي کړی و؛ خو اوس د یوه طالب پلاوي په مشرۍ د دې حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره تللی دی.
د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د یوه دولس کسیز پلاوي پر مشرۍ تللی او د هغه دې حکومت د چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې، له طالب پلاوي سره یې د افغانستان د سولې بهیر د بیا پیل په تړاو خبرې کړي دي.
طالبانو هم ویلي، چې له پاکستانيو چارواکو سره یې د سولې پر بهیر، اقتصاد، سوداګرۍ او افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.
له طالبانو څخه د پاکستان دا کوربتوب د افغان حکومت له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي له هغو هېوادونو، چې له طالبانو هرکلی او له ناستو یې کوربتوب کوي؛ غواړي، چې د دې ډلې پرځای له مشروع افغان دولت سره ودریږي.
له دې سره جوخت د امریکا د کانګریس یوه پلاوي او زلمي خلیلزاد هم پاکستان ته تللي او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې پر بهیر خبرې کړي دي.
تر دې دمه دا نده تائید شوې، چې آیا دې پلاوي له طالبانو سره هم لیدلي او که نه؟
سیاسي هڅاند وحید مژده وایي: دا سفر به هیڅکله د سولې خبرو د بیا پیل معنا ونلري.
د افغانستان د سیاسي بهیرونو د مشرتابه غړی شهزاده مسعود بیا وایي: کیدی شي، چې د پاکستان، امریکا او طالبانو تر منځ یوه درې اړخیزه ناسته رامنځته شي او د سولې خبرې له سره پیل شي؛ خو د خبرو بنسټیز اړخ باید د افغانستان حکومت وي.
دغه راز د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، چې په امریکا کې دی د فاکس نیوز شبکې ته ویلي؛ افغان حکومت د خبرو د پیل لپاره اوس ښه حالت لري، خو په خبره یې ښایي تر یوې مودې ګواښونه ډېر شي.
افغان حکومت وایي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅې تیزې شوي او نوی ولسمشر به، چې د ټاکنو د پایلو له مخې ټاکل کیږي؛ دا بهیر مدیریت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي له جګپوړیو پاکستانيو چارواکو سره د سولې خبرو د بیا پیل او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې کړې دي.
دونالد ترمپ شاوخوا یوه میاشت مخکې هغه مهال د سولې خبرې اترې لغو کړې، چې ټاکل شوې وه، د امریکا او طالب استازیو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې وه.