تازه خبرونه
له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی د امریکا د ملي ګټو یوه برخه ده- خلیلزاد
له طالبانو سره د امریکا د خبرو په ټپه له دریدو را وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان پر سوله او جګړه خبرې کوي.
هغه د امریکا د پوځ له لوی درستیز مارک مایلي سره د لیدنې پرمهال ویلي؛ هغه(مارک مایلي) افغانستان ښه پېیژني او له ده سره په دې یوه خوله دي، چې له ترهګرۍ څخه د امریکا خوندیتوب او په افغانستان کې د جګړې د پټې سپکول یوه سیاسي جوړ جاړي ته اړتیا لري.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي هم وايي، چې زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې د خبرو هڅې پیل کړي او دا ځل اړتیا ده، چې په خبرو کې ټولې ښکېلې خواوې راګډې شي.
د امریکا د سولې انتیستیوت رييسه نانسي لیندبورګ وایي، چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي؛ افغانانو تازه ټاکنې وکړې، طالبان او دولت په پېچلې پوځې لانجه کې ښکېل دي. داعش او القاعدې خپلو ځانو ته ځایونه موندلي دي. دا افغان ماشومان او ښځې دي، چې سخت کړیږي؛ نو، ځکه د سولې اړتیا لیدل کیږي.
د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د کانګرس ځينې غړيو ويلي، چې په افغانستان کې د سولې له هوکړې پرته له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتل شوني ول؛ نو، ځکه زلمي خلیلزاد یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو ډاډ ورکړی دی.
د امریکا د کانګرس دیموکراته غړې سوزان ډاویس ویلي، چې یوه میاشت مخکې د طالبانو او امریکا خبرې و دریدې او داسې وېره خپره شوه، چې په افغانستان کې د سولې له هوکړې پرته ښايي امریکايي سرتېري افغانستان پریږدي. اوس زلمي خلیلزاد بیا د سولې د خبرو د پیلولو هڅې پیل کړې دي. غوښتنه مې داده، چې دا ځل په خبرو کې افغان دولت او افغان میرمنې هم شاملې شي.
له دې مخکې زلمي خلیلزاد په اسلام آباد کې له طالب استازیو سره خبرې او لیدنې کړې وې؛ خو تر دې مهاله افغان دولت او داخلي فعالې کړۍ د سولې په دغو هڅو کې روښانه ځای نلري.
د امریکا د کانګرس جمهوري پلوې غړې مارتا روبي ویلي، چې د سولې په بهیر کې د ټولو ښکېلو خواوو ګډون مهم دی. مونږ د خپل سفر په لړ کې دغه ډول اندېښنې واوریدې. که غواړئ، چې دغه ماتیدونکې پرمختګونه وساتل شي او وده وکړې؛ باید په سوله کې ټول هغه اړخونه ګډون وکړي، چې د دغه بهیر تر اغېز لاندې راځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د قطر دفتر ویلي د سولې خبرې باید له هغه ځایه پیل شي، درول شوي دي.
دغه راز د افغان حکومت مشرانو پر باعزته سوله ټینګار کړی او وايي، چې د حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو پرته د سولې هر ډول هڅې به مثبته پایله ورنلري.