تازه خبرونه

له طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې نوې طرحه ښکاره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په رسمي توګه په یوه خبري ناسته کې د ولسمشر غني د سولې نوې طرحه ډاګیزه کړه او وایي، چې د دې طرحې له مخې؛ له طالبانو سره د مذاکراتو له پیل مخکې باید یو میاشتنی اوربند وشي او طالبان له دولت څخه د امتیاز اخیستو په بدل کې مکلف دي، چې ثابته کړي په خپلو جنګي قومندانانو او جګړې کنترول لري.

د ښاغلي محب د څرګندونو له مخې، دغه طرحه درې برخې لري: لومړی له امریکا، طالبانو او پاکستان سره خبرې؛ دوه یم سیمه ییزه او نړیواله اجماع او درېیم هم حکومتداري.

 مهمه برخه لومړۍ ده، دا ځل اشرف غني غواړي له طالبانو سره  د یو مخکیني شرط پر بنسټ د خبرو بهیر رهبري کړي؛ د یو میاشتني اوربند ټینګښت له مذاکراتو مخکې او دوه یم د طالبانو د ځواک او ادارې د کچې په وړاندې د دولت لخوا د امتیاز ورکول.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ټینګار کړی، چې دا طرحه له امریکا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو سره شریکه شوې او په دې تړاو د اجماع لپاره ټاکل شوې، چې په کابل کې د افغانستان له بهرنیو متحدینو سره یوه ناسته تر سره شي، چې له پاکستان او طالبانو په دې اړه ډاډ تر لاسه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په ترڅ کې د سولې په تړاو هیڅ خبرې ندي شوي، بلکي خبرې د طالبانو له بنده د دوه امریکایي او آسترالیایي استادانو د خوشې کولو په اړه وې.

د ښاغلي اشرف غني د سولې طرحه، د سولې پر لوري تلل له سیمه ییزې هوکړې پرته د جګړې د دوام په معنا تفسیر شوې او په دې طرحه کې له امریکا او نورو هېوادونو غوښتنه شوې، چې د سولې له هوکړې وروسته له افغانستان سره د اړیکو او تمې بڼه تعریف کړي؛ خو ولسمشر په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې طرحه چمتو کړې، چې هغو له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته هیڅکله چمتووالی نه دی ښودلی او اوس یې هم  په یوه تازه تویت کې د اشرف غني د سولې طرحه(اوتې بوتې) نومولي او وایي، چې دغبرګون او تبصرې ارزښت نلري.

Trending

Exit mobile version