بلخ @ps
په بغلان کې چاودنو ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده
د بغلان ولایت د عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې په وژل شویو کې ۴ ماشومان، دوه ښځې او درې نرینه دي. دغه راز په ټپیانو کې ۵ ماشومان هم شته.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت څرګنده کړې؛ د لومړۍ چاودنې ټپیان ټول ملکي وګړي دي، چې په یو سراچه موتر کې سپاره ول او موتر یې نن سهار د پلخمري د دند شهاب الدین په اړوند سیمه کې د سړک غاړي پر ماین الوتی دی.
ښاغلي بشارت زیاته کړې؛ دغه راز په دند شهاب الدین سیمه کې یوه بله چاودنه هم د سړک غړې له ماین چاودنې رامنځته شوې، چې د امنیتي ځواکونو هاموی ورسره مخ شوی دی.
تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
بغلان د هېواد په شمال کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې د ډېرو سیمو خلک یې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د وسلوالو نښتو لیدونکي دي.