تازه خبرونه
په زرمت کې ۹ وسلوال طالبان وژل شوي-د والي ویاند
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړې؛ دغه عملیات تېره شپه ناوخته هغه مهال تر سره شول، چې وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ پر کمربندي پوستو د برید چمتوالی نیوه.
ښاغلي عبدالله حسرت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو اړوند یو شمېر ماینونه، مهمات او تجهیزات هم له منځه تللي او ځینې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.