بلخ @ps

په بغلان کې د یوې ترافیکي پيښې له کبله ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دا پېښه په خوست ولسوالۍ کې د یوه فلانکوچ موتر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې ده.

د خوست ولسوال لطف الله عاطفي څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا کسان پلخمري ښار ته یوه واده ته روان ول، چې په پلفي کوتل کې یې لیږدونکی موتر چپه شو.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې په مړو کې اته نرینه، پېنځه ښځې او څلور ماشومان دي.

پلفي کوتل یا( پیل پښه) د خوست ولسوالۍ یوه ناپخه او سخته لار ده، چې د دې ولسوالۍ خلک د بغلان ولایت د فرنګ او ګذرګاه نور له ولسوالیو او مرکز سره نښلوي.

Trending

Exit mobile version