بلخ @ps
په بغلان کې د تخار د ورسج امنیه قومندان ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي؛ نوموړی د جمعې پر ورځ سهار مهال(د لړم ۲۴) د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ له پلفي کوتل څخه د تېریدو په حال کې و، چې له خپلو درې ساتونکیو سره د ناڅرګندو وسلوالو له کمین سره مخ او ووژل شول.
ښاغلي بشارت زیاته کړې؛ که څه هم د دې ولایت د جلګې ولسوالۍ پولیسو د نوموړي مرستې ته وردانګلي؛ خو ناڅرګندو وسلوالو بریالۍ تېښته کړې ده.
د یادونې ده، چې محمد افضل حکیمي لدې مخکې د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ امنیه قومندان و او سیمه ییزو سرچینو پر نوموړي برید د طالبانو کار ګڼلی؛ خو تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
خبریال: محمد ذاکر نوري