تازه خبرونه

له طالبانو سره پر نوې هوکړې کار روان دی- دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر ویلي؛ له طالبانو سره پر نوې هوکړې کار پیل شوی، چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون کچه راټیټه شي.

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره د حقاني شبکې د درې غړیو له تبادلې وروسته اوس د امریکا ولسمشر له فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په تیلیفوني مرکه کې څرګنده کړې؛ دوی تېر پړاو هم له دې ډلې سره یوې هوکړې ته نږدې شوی وه، خو په خبره یې د طالبانو لخوا بریدونو د دې هوکړې مخه ونیوله.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ډاګه کړې: مونږ په افغانستان کې خپل حضور کموو. له طالبانو سره پر یوه هوکړه کار کوو؛ وګورو، چې څه کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس له طالبانو سره پر یوې بلې احتمالي هوکړې کار روان دی، چې له کبله به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور کم شي.

ترمپ، چې مخکې له دې له طالبانو سره هوکړه په وروستۍ شېبې کې لغوه او رد کړې وایي، دا خبرې اترې د طالبانو د څو بریدونو له کبله لغوه شوې.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي: تېر پړاو کله، چې یوې هوکړې ته نږدې شو؛ طالبانو فکر وکړ، چې د خلکو وژنه ښه کار دی. هغوی فکر کاوه، چې په دې کار سره کولی شي د  قدرت له دریځ خبرې وکړي. دولس کسان یې په دې خاطر ووژل، چې ځان ځواکمن وښیي. ما په همدې خاطر ورسره لیدنه لغوه کړه او ومې ویل، چې له دې خلکو سره معامله نه کوم.

په دې اړه د سولې عالي شورا ویاند اسدالله زائري ویلي، سولې ته د رسیدو لپاره هر راز ستونزمنې پرېکړې ته چمتووالی لري.

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون رییس شهرزاد اکبرله حکومت غواړي، چې د طالب بندیانو په تبادله کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته پاملرنه وکړي.

تر اوسه امریکا او طالبانو رسمي خبرې ندي پیل کړي؛ خو اوړمه ورځ د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره په تیلیفوني خبرو کې د خبرو د پیل لپاره اوربند او په دې بهیر کې د افغان حکومت ګډون اړین ګڼلی و.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې دمه د امریکا د ولسمشر د دغو خبرو په اړه څه ندي ویلي؛ خو لدې مخکې یې ویلي وه، چې خبرې باید له هغه ځای پیل شي، چې درول شوي دي.

Trending

Exit mobile version