بلخ @ps
په سرپل کې وسلوالو طالبانو ۸ معترضو لاریونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فاع وزارت ویلي، چې د کوهستاناتو د اړوند سیمې کلیوالو د وسلوالو طالبانو د(غیر انساني) کړنو پر ضد لایون تر سره کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاریدونکیو معترضو لاریونوالو دغې ولسوالۍ ته د نومول شوي طالب ولسوال (امان الله منصور) موتر پر تیږو او کوتکونو وهلی او ویجاړ کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې طالب وسلوالو پر راپاریدلیو لاریونوالو ډزې کړي، چې په کې د اړوند کلي ۲ کسانو د یو ماشوم په ګډون خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او شپږ کسان نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه د اړوند پېښې په اړه څه ندي ویلي.