تازه خبرونه

په غزني کې ماین چاودنې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د جمعې پر سهار( د لیندۍ ۲۲) د غزني ـ جغتو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې پر یو موتر ماین چاودنه رامنځته شوې ده.

د غزني ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ طالبانو د مسافرو په فلانکوچ ډوله موتر کې یو ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودیدو سره یې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون۱۰ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۶ کسان د درې ښځو په ګډون ټپیان دی.    

ویل کیږي، چې دغه کسان له دایکندي ولایت څخه غزني ته پر لاره ول.

طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت څو میاشتې مخکې پر دې لویې لارې د پوستو له ځای پر ځای کولو خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version