تازه خبرونه
څه باندې ۶ میلیون افغانان کډوال دي- بلخي
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزیر ویلي؛ په وروستیو ۵ کلونو کې ۴ میلیون هېوادوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو اوس هم د ایران او پاکستان په ګډون ګڼ افغانان په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.
د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي؛ کورني بېځایه شوي بله ستونزه ده، چې په روان میلادي کال کې یې شمېر څه باندې ۶۰۰ زره کسانو ته رسیږي او بشردوستانه مرستو ته اړ دي.
بېرته راستنیدونکیو ته مناسب شرایط ندي برابر. ان تر دې، چې د کډوالو چارو وزارت او د کډوالۍ نړیوال سازمان د نړۍ له هېوادونو څخه د افغانانو د پر زور شړنې مخنیوی کوي.
که څه هم د کډوالو بېرته راستنیدنه او د ستونزو حل یې د افغان حکومت پر اوږو دروند پیټی دی؛ خو د ګډوالۍ د نړیوال سازمان د څرګندونو له مخې که بېرته راستنیدونکي د یوې سترې بشري پانګې په توګه مدیریت شي دا چاره به د افغانستان په پراختیا کې ګټوره پریوځي.