تازه خبرونه
په جاپان کې یو کب د یو اعشاریه اته میلیون دالرو پر ارزښت وپېریدل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نوموړی، چې ځان د ماهي پاچا نوموي؛ د سوشي زانایي نومي یو هوتل لرونکی هم دی.
هغه پر څه نا څه ۱۹۰ میلیون جاپاني ینو، چې یو اعشاریه اته میلیون دالر کیږي؛ یو داسې کب پېرودلی، چې نه یوازې ۲۷۶ کیلو ګرامه وزن لري، بلکې نسل یې هم د ورکیدو په حال کې دی.
ده خبریالانو ته ویلي؛ خوشاله یم، چې دغه کب مې په لیلام کې تر لاسه کړ. زه غواړم سږکال پخپلو پېرودونکیو خوندور خواړه وخورم.
دغه لږ پیدا کیدونکی کب بلوفین نومیږي؛ څلوېښت کاله عمر کوي اودروندوالی یې تر ۱۵۰۰ پونده رسیږي.