تازه خبرونه
که طالبان جګړه بندوي، مونږ یې منلو ته چمتو یو- اشرف غني
نوموړي پوښتلي؛ آیا طالبان غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسوي؛ که ځواب هو وي، نو افغانان او حکومت چمتو دي، چې دوى خپل کړي. که دوی سولې ته د داسې يوې وسيلې په سترګه ګوري، چې پر مټ يې حکومت او ټولنه ړنګه کړي؛ بیا حکومت او ټولنه د دوی مخه نیسي.
د امریکايي ځواکونو د وتلو پوښتنې ته په ځواب کې اشرف غني ویلي، چې د ځواکونو شمېر کمیدای او ډېریداى شي؛ خو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو شتون يوازې یوه وسیله ده؛ اصلي بنسټ د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز او له ناتو سره د افغانستان امنیتي تړونونه دي.
ولسمشر اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا ټينګار څرګند کړی او وایي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وړتیاوو اغېز و نلري؛ ځکه اوس له پخوا ډېر پياوړي دي.
هغه دا هم ویلي، چې له سيمې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره اړتيا ده، چې د سیمې هېوادونه سره نږدې شي او پر اړتیاوو وپوهیږي.
طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مسوولینو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې نا مسوولانه ګڼلي او په دې اړه یې سخت غبرګون ښکاره کړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د طالبانو سیاسي او پوځي مبارزه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو روانه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سپینې ماڼۍ د ترمپ او ولسمشر اشرف غني د لیدنې په اړه څرګنده کړه، چې دواړو لوریو د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر دومداره کمښت او داسې خبرو ټینګار کړی، چې په پایله کې يې افغانان یو تلپاتي اوربند ته ورسېږي.