بلخ @ps
په بغلان کې طالبانو ۱۲ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
امنیتی چارواکي په دې برید کې د امنیتي سرتېرو مرګ و ژوبله مني؛ خو یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، په وژل شویو کې د درېیم ماموریت آمر احمد فرید اندرابي هم شته.
په بغلان کې د امنیه قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت ويلي؛ د طالبانو دغه برید د بغلان ـ سمنګان د لویې لار د پلخمري د خواجه الوان په اړوند سیمه کې د سې شنبې پر شپه پر درېیم امنیتي ماموریت شوی، خو د جزئیاتو له څرګندونو ډډه کوي.
د بغلان د عامې روغتیا مشر داکتر محب الله حبیب ويلي، امنیتي ځواکونو په پیل کې دغه روغتون ته دوه ټپيان او اووه مړي ورلیږدولي، چې د ټپيانو روغتیاي حالت هم د اندېښنې وړدی.
د هغو سرتېرو کورنۍ، چې په دغه برید کې ورته مرګ و ژوبله اوښتي وايي؛ یوه سرتېري، چې له طالبانو سره یې لاس درلود طالبانو ته یې پرماموریت د برید زمینه برابره کړې ده.
د یوه سرتېري د کورنۍ غړي ويلي، له برید وروسته دغو سرتېرو ته مرستندوی ځواکونه نه دي ورغلي.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او وايي، چې ۱۷ پولیس وژل شوي او پوځي وسلې او تجهیزات ترې نیول شوي دي.