تازه خبرونه

په غزني کې د امریکا د راغورزیدلې پوځي الوتکې مړي وموندل شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۳۹۸)

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګت تېره ورځ ناوخته څرګنده کړې، چې د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د امریکا د راغورزیدلې الوتکې/ اي ۱۱ ای / دوه مړي وموندل شول.

امریکایي ځواکونو د همدې الوتکې توره بکسه هم تر لاسه کړې، چې د ارزونې ډاډ یې هم څرګند شوی دی.

تر دې دمه د الوتکې د راغوزیدو لامل په ډاګه شوی ندی؛ خو ساني لګت تېره ورځ ویلي وه، چې داسې کومه نښه نښانه نشته، چې د دښمن لاسوهنه ترې په ډاګه شي.   

ویل کیږي، چې د پېښې انساني پاتې شوني سوزیدلې الوتکې ته نږدې پیدا او د سیمې د خلکو د فرهنګ پربنسټ ورسره له درناوي ډک چلند رامنځته شوی دی.

امریکایي ځواکونو د سوزیدلې الوتکې پاتې شونې له منځه وړي دي.

ویل کیږي، چې د امریکا د دفاع وزارت د قوانینو له مخې به د قربانیانو بشپړ هویت ۲۴ ساعته وروسته

په ډاګه شي.

Trending

Exit mobile version