بلخ @ps
په بغلان کې یو سرتېری له طالبانو سره د همکارۍ پر تور نیول شوی
د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ نیول شوي مضرب نومي سرتېري دوه اوونۍ مخکې پر یوه امنیتي پوسته په برید کې له طالبانو سره همکاري کړې وه، چې له کبله یې د درېیم سمت آمر احمد فرید اندرابي او ۱۳ پولیس وژل شوي وه.
د دې ولایت د بنو ولسوال محمد منصور عزیزي آریانا نیوز ته ویلي، دا کس وسلوالو طالبانو ته پر همکارۍ او جاسوسۍ تورن دی.
عزیزي زیاته کړې: سرتېرو غوښتل، چې نیول شوی کس پخپله ووژني؛ خو د سیمه ییزې ادارې او مشرانو په همکارۍ تورن کس د بنو ولسوالۍ ته وسپارل شو.
له دې مخکې د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي وه، چې د طالبانو دغه نفوذي کس د درېیم سمت په ماموریت کې دنده درلوده، چې د ده په مرسته او همکارۍ د پلخمري د خواجه الوان د اړوند ماموریت ۱۳ سرتېري او یو افسر وژل شوي او دوه نور دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي وه، چې دغه سرتېري د ماموریت ټولې وسلې، مهمات او یو تانګ هم وسلوالو طالبانو ته سپارلي دي.
طالبانو هم هغه مهال د دغه برید مسوولیت منلی و.