بلخ @ps

په بغلان کې یوه ښځه د چړو پر ګوزارونو وژل شوې ده

Published

on

په بغلان کې د ښځو چارو مشرې خدیجه یقین آریانا نیوز ته ویلي؛ وژل شوې ښځه د دې ولایت د پلخمري ښار د قول حمام اوسیدونکې وه، چې تېره شپه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې قاتل له سیمې تېښته کړې او تر دې دمه له جنایي جرمونو سره د مپارزې مدیریت په دې اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې ندي.

د وژل شوې ښځې خپلوانو ویلي، چې کیدی شي دغه ښخه وسلوالو غلو وژلې وي.

دوی زیاته کړې، چې تېره شپه د دې ښځې میړه په کور کې نه و او دا له خپلو ۴ ماشومانو سره یوازې وه. غله کورته وردننه شوي، د کوټو ښېښې یې ماتې کړي او پیسې یې ترې وړي دي.

Trending

Exit mobile version