تازه خبرونه

په غزني کې پاکستان ته د ۲۵ ماشومانو د لیږدوونکیو یوه ډله نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په غزني کې امنیتي چارواکو د یوې داسې ډلې له نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې یو شمېر یتیم ماشومان د کورنیو له خوښې پرته د دیني زدکړو په بهانه پاکستان ته ولیږدوي.

د غزني امنیه قومندانۍ سرپرست مصطفی مایار وایي؛ د دغو ماشومانو شمېر ۲۵ ته رسیږي، چې په دوه تونس ډوله موترو کې د غزني له اندړ، ده یک، آب بند او قره باغ ولسوالیو څخه راټول شوي وه.

د نوموړي په وینا؛ د غه ماشومان له ۷ څخه تر ۱۵ کلونو عمرونه لري، چې په ښه او بده هم نه پوهیږي. دوی له دوه ورځو راهیسې، چې له دې ډلې سره ول له تندي او لوږې سره هم مخ شوي دي.   ښاغلي مایار زیاته کړې؛ د نیول شوې ډلې لخوا پر یو شمېر دغو یتیمو ماشومانو کیمیاوي مواد خوړل شوي، چې ان خبرې نشي کولی.

مایار د دغو ماشومانو کورنیو ته داسې ډاډ ورکوي؛ ماشومان مو خوندي او روغتیایي حالت یې هم د اندېښنې وړ نه دی. خپلوان یې کولی شي اړوند قومندانۍ ته ورشي او خپل ماشومان تر لاسه کړي.

د پولیسو د دغه چارواکي د وینا له مخې؛ دوه تښتوونکي او دوه د موترو دریوران د پېښې په تړاو نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

Trending

Exit mobile version