تازه خبرونه
په دایکندي کې د واورې ښویېدنې د قربانیانو شمېر ۳۱ کسانو ته پورته شو
د دایکندي ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ کسان تر واورو لاتدې شوي او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپیان دي.
د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ د سلواغې له ۲۱ راپدیخوا د دې ولایت د میر امور ولسوالۍ په نِرخسَی، ورسل او حصاررباط په اړوند سیمو کې خلک تر واورو لاندې شوي دي.
دغه راز یو کس د سنګتخت ولسوالۍ د دهن شیبر په سیمه کې هم یو کس د واورې ښوېیدو له کبله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمیتې پرېکړه کړې، چې د مرکز او ولسوالیو تر منځ په لویو لارو کې دې بېړنی حالت وغزول شي.
دغه راز یادې کمیتې د ژغورنې او څارنې له ریاست غوښتي، چې د واورې پاکولو عملیات دې هم په اړوند لارو کې روان وساتل شي.
په دایکندي کې چارواکو له خلکو غوښتي، چې د بېړنیو حالاتو تر پای ته رسیدو پورې دې له نااړینو سفرونو ډډه وکړي.
دایکندي د هېواد د مرکزي ولایتونو څخه یو غرني ولایت دی، چې هرکال له طبیعي پېښو څخه په ځانګړي توګه له واورې ښویېدنې یو شمېر خلک له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کیږي.