بلخ @ps
په بغلان کې ۱۲۷ کیلو ګرامه چرس نیول شوي
(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۳۹۸)
په بغلان کې د ملي امنیت عمومي ریاست کابل ته د ۱۲۷ کیلو ګرامه چرسو د لیږد مخه نیولې ده.
د دې ولایت د ملي امنیت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې دغه نشه یي توکې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انار خېلو له کلي بار شوي وه، چې د وسلوالو طالبانو تر څارنې لاندې سیمه ده.
یاد ریاست زیاته کړې، چې د نشه یي توکو د لیږد دریور د پلټنې پوستې ته له رسیدو مخکې تېښته کړې ده.
دوی دا هم په ډاګه کړې؛ هغه کامار موتر، چې یاد نشه یي توکي په کې ځای پر ځای شوي وه؛ د دې ولایه د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
د بغلان ولایت په لیرې پرتو سیمو کې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري.