تازه خبرونه

په غزني کې د طالبانو یو مرکز ویجاړ شوی-دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۸)

په غزني کې ځانګړیو ځواکونو د وسلوالو طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره کړي او بشپړ ویجاړ شوی دی.

دفاع وزارت ویلي، چې دغه عملیات تېره شپه د غزني ولایت د مقر وسوالۍ پر اړوند سیمو تر سره شوي، چې په کې د وسلوالو طالبانو یو مرکز، د مهماتو او تجهیزاتو یوه زیرمه، د ماین جوړولو یوه کارخونه، د مخدره توکو دوه کاځي او له بندیانو پرته یو زندان وران او ویجاړ شوي دي.  

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې یو شمېر چاودیدونکي توکي، دوه موټرسایکله، یو فرونر ډوله موتر او یوشمېر تجهیزات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

غږنې د هېواد په مرکزي ولایتونو کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري.

Trending

Exit mobile version