بلخ @ps

په بغلان کې یوه امیدواره ښځه د ناروا اړیکو په جرم ووژل شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۸)

د بغلان ولایت د تاله برفک ولسوالۍ په اشرف کلي کې یوه امیدواره ښځه د ناروا اړیکو په جرم د خلکو لخوا ووژل شوه.

د تاله برفک ولسوال عبدالاحد برفکي آریانا نیوزته ویلي؛ دغه پېښه د اشرف په انګار دره کې رامنځته شوې، چې د وسلوالو طالبانو ترڅارنې لاندې ده.

هغه زیاته کړې، چې دغه امیدواره ښځه د دوشنبې پر ورځ د کب ۲۶ مازیګر مهال د طالبانو تر څارنې لاندې سیمې په سارانۍ محکمه کې پرې ډزې وشوې. هغه کس، چې د ناروا اړیکو پر جرم تورن شوی د همدې تاله برفک سیمې طالب دی او اوس یې بریالۍ ذتېښته کړې ده.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مشره خدیجه یقین هم آریانا نیوز ته ویلي، چې دا ښځه فاطمه نومیږي او د د نامسووله وسلوالو لخوا، چې د طالبانوتر څارنې لاندې سیمه کې اوسیږي؛ وژل شوې او ان دغو وسلوالو د فاطمېخپلوانو ته ویلي، چې د جنازې له لمانځه پرته دې خاورو ته وسپارل شي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې دغه پېښه یوه ځانګړې او شخصي قضیه وه او د تاله برفک له طالبانو سره څه تړاو نلري او تورن کس هم طاب ندی.

Trending

Exit mobile version