تازه خبرونه

له داکترغني سره د داکترعبدالله لس ورځنی مهلت بې پايلې پای ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۳۹۹)

ویل کیږي، چې له داکتر اشرف غني سره د سیاسي ناندریو د حل لپاره د داکتر عبدالله عبدالله لخوا لس ورځنی مهلت بې پايلې پای ته رسیدلی دی.

جهادي شخصیت عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي له محمد اشرف غني سره له لیدنې وروسته؛ له عبدالله عبدالله سره هم لیدلي، چې روان سیاسي کړکېچ ته د حل لار پید کړي.

ښاغلي سیاف په خپلې فیسبوک پاڼه کې د یو انځو له خپراوي سره د دې کړکېچ د حل له پرمختګونو ډاډ کړې ده.

دغه رازد ملي پیوستونګوند مشر اسحاق گیلاني ویلي، چې: یوه خوا ډېر انعطاف لري او بل اړخ دېر مغروره دی.

په سپیدار ماڼۍ کې سرچینو ویلي؛ ښاغلی عبدالله به له دې وروسته هر ډول خبرې د ټاکنو د پایلو له باطلولو سره تړلې ګڼي او باور لري، چې پرته له دې به د ټولګډونه حکومت جوړیدل هم ناشونې وي.

عبدالله عبدالله ته د نږدې سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنو د پایلو له باطلولو پرته به د ټولګډونه حکومت د جوړیدو پر سر هر ډول خبرې بې پایلې وي.

د دې کړکېچونو په اوج کې، ښاغلي غني د نوې کابینې د معرفي کولو په لړ کې محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او چارسمبالي په توګه معرفي کړی دی.

 تر اوسه د مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو لپاره نوماندان او چارسمبالي او د ملي امنیت لوی ریاست لپاره نوماند او چارسمبالی، کابل ښاروال او د هرات والي معرفي شوي دی.

د کابل اوسیدونکیو ویلي، چې د روانو اختلافونو له کبله د هېواد راتلونکې ناڅرګند دی.

تر دې مهاله د سیاسي ناندریو د حل لپاره کورنیو او بهرنیو هڅو پایله نده ورکړې. ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ونه توانیده، چې په دې اړه روان بندون مات کړي او اعلان یې وکړ، چې امریکا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته بندوي.

په امریکا کط سیاسي هحاند محمد جواد رحیمي په دې اړه ویلي: امریکا له دې ناندریو پښه باسي او غواړي له طالبانو سره یوې ګډې هوکړې ته ورسیږی.

محمد اشرف غني په دې وروستیو کې له عبدالله عبدالله غوښتي، چې د سولې بهیر مشري واخلي او همکاران به یې په کابینه کې ځای پر ځای کړي؛ خو ښکاري، چې عبدالله عبدالله دا غوښتنه هم نده منلې

Trending

Exit mobile version