Connect with us

تازه خبرونه

په غزني کې د جنسي تېري پر تور دوه پولیس نیول شوي

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په غزني ولایت کې یې د جنسي تېري پر تور دوه پولیس نیولي دي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې په جاغوري ولسوالۍ کې د جنسي تېري پر تور د نیول شویو پولیسو د خوشې کیدو هڅې روانې وې، چې خلکو یې د مخنیوي لپاره لاریون وکړ.

د کورونیو چارو وزارت وايي، چې نیول شوي پولیس تر څیړنو لاندې دي او د جاغوري امنیه قومندان او جنايي آمر هم له دندو ګوښه شوي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې پر لاریونوالو ډزې هم شوې دي؛ خو امنیتي سرچینو د مرګ و ژوبلې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په تاشکند کې له افغان پانګوالو سره وکتل

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

Published

on

د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د افغانستان سفارت ته ولاړ او په تاشکند کې یې د اسلامي امارت له سفیر عبدالغفار بحر، د سفارت له چارواکو او یو شمېر افغان پانګوالو سره ولیدل.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې عبداللطیف منصور تاشکند میشتو افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په هېواد کې د دوی د پانګونې لپاره اړینېآسانتیاوې برابرې کړي.

هغه له هغو وغوښتل، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې پانګونه وکړي او زیاتوي، چې افغانستان اوس د امنیتي پلوه د پانګوالو لپاره ښه فرصت برابروي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی او پانګوالو ته یې قانوني، تخنیکي او اداري آسانتیاوې برابرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی کازان ته ورسېد

اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.

Published

on

د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ نن (چارشنبه د غویی څلیریشتمه) د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ته ورسېد، چې د کازان په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

اقتصادي مرستیالۍ په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کازان په نړیوال هوايي ډګر کې د تاتارستان جمهوریت مرستیال مشر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي “تود هرکلی” وکړ.

د کازان نړیوال فورم تېره ورځ( د غویی درویشتمه) د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر پرانستونکې وینا پیل شو او د غویی تر اته‌ویشتمې به روان وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ

 د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې به د پروژې د چارو پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، ستونزو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

Published

on

په تاجکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې ته افغان پلاوي ولاړ

 

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر پر مشرۍ پلاوي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته سفر وکړ.

 د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې به د پروژې د چارو پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، ستونزو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناسته پر افغانستان، تاجکستان، قرغیزستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې ده.

دا پروژه له منځنۍ آسیا څخه سویلي آسیا ته د برښنا لېږد تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان له لارې تېریږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!