تازه خبرونه
په غزني کې د جنسي تېري پر تور دوه پولیس نیول شوي
Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په غزني ولایت کې یې د جنسي تېري پر تور دوه پولیس نیولي دي.
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې په جاغوري ولسوالۍ کې د جنسي تېري پر تور د نیول شویو پولیسو د خوشې کیدو هڅې روانې وې، چې خلکو یې د مخنیوي لپاره لاریون وکړ.
د کورونیو چارو وزارت وايي، چې نیول شوي پولیس تر څیړنو لاندې دي او د جاغوري امنیه قومندان او جنايي آمر هم له دندو ګوښه شوي دي.
ځایي سرچینو ویلي، چې پر لاریونوالو ډزې هم شوې دي؛ خو امنیتي سرچینو د مرګ و ژوبلې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
