بلخ @ps

په ستنې شوې الوتکه کې جنرال عبدالرشید دوستم نه و

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په هغه الوتکه کې د جنرال دوستم حضور ردوي، چې د بلخ  ولایت پر هوایي ډګر یې د ناستې نیت درلود. د رپوتونو له مخې، ټاکل شوې وه چې جنرال دوستم تېره شپه په یوه الوتکه کې  مزار ته ولاړ شي، خو  د الوتکې د ناستې مخنیوی شوی دی.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد منلې؛ تېره شپه یوه ترکي الوتکه نه ده توانیدلې، چې د تخنیکی ستونزو له امله په مزارشریف کې ناسته وکړي او بېرته لومړی ترکمنستان او بیا ترکیې ته تللې ده.

هغه زیاتوي؛ په دغه الوتکه کې ترکي میلمانه ول، چې غوښتل یي په مزارشریف کي د مولانا خانقا د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو لیږدوونکې الوتکې ته یې تخنیکي ستونزه پېښه شوې وه.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په دې الوتکه کې نه و. د جنرال دوستم د دفتر اعلامیې له مخې؛ نوموړی په ترکیه کې دی او افغانستان ته یی سفر نه دی کړ.

دوی دا اعلامیه له هغه وروسته خپروي، چې ویل کېږي، د جنرال دوستم لېږدونکې الوتکې ته د بلخ په هوايي ډګر کې د کوزیدلو اجازه نه ده ور کړشوې.

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو ویاند وايي؛ له دوی غوښتنه وشوه، چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دوستم الوتکې ته د ناستې اجازه ور کړي؛ خو ناتو ځواکونو په ځواب کې وویل، چې دا کورنۍ مسله ده او ناتو په کې ښکېله نه ده.

د بلخ هوایي ډګرد جرمني ځواکونو په لاس کې دی او امنیت یې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکیو لیکلي؛ تېره شپه د مزار په فضا کې ګرزیدونکې الوتکي جنرال دوستم لیږداوه، چی د مزارشریف په هوایی ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړ شوې.

نږدې اته میاشتې مخکې د جوزجان پخواني والي او د دوستم سیال احمد اېشچي نوموړی او د هغوی ساتونکي تورن کړل، چې له ده سره یې بد جنسي چلند کړی دی.

له هغه وروسته لویې څارنوالۍ دې قضیې ته دوسیه پرانیستله.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې لویې څارنوالۍ دا قضیه سترې محکمې ته سپارلې ده.

جنرال دوستم د ناروغۍ په پلمه نږدې میاشت مخکې د ترکیې پلازمېنې انقرې ته تلی او هلته یې د بلخ له والي عطا محمد نور او د جرائیه ریاست له دوه یم مرستیال محمد محقق سره د افغانستان د ژغورنې ټلواله جوړه کړه.

د یادونې وړ ده، چې ارګ داسې ځواب ورکړ: څوک، چې د سمون پلان لري، ولسمشرۍ یې په پلي کولو کې ورصسره مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version