بلخ @ps
په بغلان کی یو ۴۰۴ بس له سړک اوښتی
د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایې، په هغه بس موتر کې، چې له کابل څخه د شمال لور ته روان و د موتر چلوونکي د بې غوري له کبله د دوشې ولسوالی په کیله ګې سیمه کې چپه شو.
د بغلان د عامې روغتیا رییس وایي، په بغلان کی یو ۴۰۴ بس له سرک اوښتی، چې په کې ۱۴ کسه مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
د بغلان د عامې روغتیا رییس محب الله حبیب زیاتوي، دا پېښه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي په کیله ګي سیمه کې غرمه مهال رامنځته شوې ده.
د دوشي ولسوال وایي؛ دا ۴۰۴ بس، چې له کندوزه راروان و له سرک اوښتی او لاندې غورزیدلی دی.
د دغه ولایت امنیه قوماندان د موترو شرکتونو ته خبرداری ورکوي که د سړک قوانین مراعت نکړي؛ نو د بغلان دتټرافیکو له قانونی چلند سره به مخ شي.
د دې پېښې علت تیز چلول ښودل شوي دي.
دوی زیاتوي، په مړه شویو کې ۶ نرینه او ۶ ښځینه وګړي او دوه ماشومان شته، چې تر دې دمه د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په داسې حال کې ده، چې تیره روځ هم په پلخمري ښار کې د ترفیکې پيښې له امله ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.