تازه خبرونه

له غزني څخه تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا غزولو تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له غزني  څخه تر کندهارهاره د دوه سوه شل کیلو ولټه برېښنا د لین د غزولو تړون له یوه هندي شرکت سره لاسلیک شو.

له غزني څخه تر کندهاره د برېښنا لین د غزولو ۱۱۳ میلیون دالره لګښت د امریکا د پرمختیايي ټولنې له وړیا مرستو ورکول کیږي، چې له ترکمنستان څخه د پېنځه سوه کیلو ولت برېښنا یوه برخه ده.

د افغانستان د برښنا شرکت ريیس قدرت الله دلاوري وایي، دغه پروژه د یوه هندي شرکت لخوا په مخ بیول کیږي، چې تړون یې د یکشنبې په ورځ(د کب ۸) لاسلیک شو.

د کې اې سي هندي شرکت رییسپنکاچ تندن وايي، چې د تړون له موادو سره سم به دغه پروژه پلې شي.

د نوموړي په وینا؛ دا زمونږ لپاره یو ستر مسوولیت دی. مونږ هڅه کوو، چې دا پروژه د مسلکي کسانو لخوا پلې شي.

اوس افغانستان د اړتیا وړ برښنا د منځنۍ آسیا له هېوادونو پېري؛ خو د هېواد زیاتره ولایتونو پرښنا نلري.

د افغانستان برېښنا شرکت په ډاګه کړې چې ۱۱۳ میلیون ډالره لګښت به پرې راشي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version