تازه خبرونه

په ارګ کې د غازي امان الله خان د زوی احسان الله د فاتحې مراسم تر سره شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن ماسپښین د غازي امان الله خان د زوی شهزاده انجنیر احسان الله د فاتحې په مراسمو کې، چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوي وه، برخه واخیسته.

د خبرپاڼې له مخې؛ د فاتحې په دې مراسمو کې، چې پر شهزادګۍ هندیا سربېره د غازي امان الله خان د کورنۍ یوشمېرغړیو، قاضي القضات او د سترې محکمې رییس سید یوسف حلیم، د کابینې یو شمېر غړیو، د ولسمشرۍ سلاکارانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې رییس او د ملي شورا ځینې غړیو، د علماوو د سراسري شورا رییس او یو شمېر غړیو، ملکي او نظامي مقاماتو حضور درلود، د ارواښاد شهزاده احسان الله روح ته یې دعا وکړه.

ویل کیږي، چې شهزادګۍ هندیا د فاتحې د مراسمو په پای کې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوی ارواښاد شهزاده انجنیراحسان الله د شخصیت او ښېګڼو په اړه معلومات ورکړل او د ولسمشر په ګډون یې له ټولو حاضرینو څخه مننه وکړه.

ارواښاد شهزاده انجنیر احسان الله د زمري پر۷، چې د روان ۲۰۱۷ کال د جولای له ۲۹ سره برابره ده د ورپېښې ناروغۍ پر لامل له هېواده بهر مړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version