بلخ @ps
په بغلان کې پولیسو جګړه سوداګریزه کړې ده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان سیاسي فعالان د جګړې پر دوام اندېښمن دي او وایي، چې په دې ولایت کې پولیسو جګړه سوداګریزه کړې ده
دوی یوشمېردولتي بنسټونه او په ځانګړي توګه پولیس چارواکي پړ بولي.
د بغلان ولایت سیاسي فعال خبرداری ورکوي، چې که مخه یې ونه نیول شي؛ د دې جګړو لمن به نورو شمال سیمو ته هم وغزیږي.
مدني فعال مامور احمدزی د امنیه قومندانۍ د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې مدیر، د ترافیکو مدیر، امنیه قومندانۍ د ریرزف مدیر او د نهرین ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند چارواکي یادوي او وایي، د ولسمشر په خبره څوک غوږ نه ګروي او خلاف کارکسان د سزا پر ځای ستایل کیږي.
کورنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.