تازه خبرونه

په غزني کې اووه ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني، ګیرو، ده یک، زنخان، خوږیاڼي، اندړ، واغظ او اب بند هغه ولسوالۍ دي، چې د وسلوالو مخالفینو تر  ګواښ لاندې دي؛ خو د ګیرو او اجریستان ولسوالۍ د هوا له لارې اکمالیږي.

د غزني والي کریم متین وايي، د دې ولایت اووه ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخ دي.له کله، چې هوا توده شوې، وسلوالو طالبانو په غزني کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو هڅې پیل کړي؛ خو افغان ځواکونه د سیمو د ساتنې وړتیا لري.

د غزني ده یک ولسوالۍ ته د آریانا نیوز د خبریال له ورتګ سره سم وسلوالو طالبانو پر افغان سرتېرو برید وکړ. افغان سرتېرو هم سخت غبرګون وښود او برید یې د څو دقیقو په ترڅ کې مهار کړ.

 وسلوال مخالفین کله ناکله د ولسوالۍ تر دیوالونو هم را رسیدلي؛ خو د ولسوالۍ پر نیولو نه دي بریالي شوي.

د تندر قول اردو د درېیمې لوا د ارکان رییس عبدالجمیل مسافر ویلي؛ طالبان هڅه کوي، چې یوه ولسوالي ونیسي، خو د نیولو وس یې نلري او په هره سیمه کې، چې د ناامنۍ هڅه وکړي مونږ یې له منځه وړو.  

د غزني سیمه ییز مسوولین دا هم مني، چې وسلوال طالبان د غزني ښار له سوداګرو او دوکاندارانو څخه عشر او زکات ټولوي او د جګړې لپاره توکي پرې اخلي.

Trending

Exit mobile version