بلخ @ps
په بغلان ولایت کې د حزب اسلامی او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالې کې د حزب اسلامی او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې؛ خو محلي پولیسو د پاڅونوالو مرسته کړې ده.
محلي سرچینې وايي، د حزب او پاڅونوالو په دوه ساعته نښته کې، چې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې وه دوه پاڅونوال ټپیان شوي دي دي.
په مرکزي بغلان کې امنیتي سرچینې وايي نښته د قومي مشرانو په منځګړیتوب دریدلې ده.
د نښتې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
په نښته کې ښکېلو غاړیو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.