تازه خبرونه
په غزني کې پر یو هوایي برید ۵ وسلوال وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني امنیه قومنداني وايي، دا برید پرون له غرمې وروسته د اندړ ولسوالۍ د میریاڼو او حیات والو کلیو تر منځ شوی دی.
سرچینه په ډاګه کوي، چې په دغه ځای کې په یوه باغ کي د ملا ادریس د ګروپ پېنځه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په اړوند برید کې دوه وسلوال هم ټپیان دي او د دې ډلې اړوند مهمات له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د غزني اړوند لیرې پرتې سیمې ډېذرې ناامنه شوي او ان ډېرو مرستندویو ټولنو پرې سره کرښه راکښلې ده.