تازه خبرونه
په ارګ کې د بدني ښکلا اتل محمد یاسین قادری وستایل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشر محمد اشرف غني نن د بدني ښکلا اتل محمد یاسین قادری، چي په دې ورستیو کې یې د بدني روزنې په دې برخه کی نړیواله اتلولي خپله کړې؛ پر نغدي ډالیو وستایه.
د بدني ښکلا اتل قادري د نړۍ د بدني ښکلا په لوبو کې، چی له ۸۰ هېوادونو ډېرو په کی ګډون کړی و؛ وکولی شول، چی د نوي کیلوګرام په وزن کي د سرو زرو مډال ترلاسه او د ۲۰۱۷ کال د بدني ښکلا د ښاغلي او اتل نوم ترلاسه کړي.
له دی مخکی هم د رزمی سیالیو او په سالون کی د ننه سیالیو اتلان د ولسمشر له خوا پر نغدي او معنوي ډالیو ستایل شوي وه.