تازه خبرونه

په غزني کې وسلوالو مخالفینو اته پولیس وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په غزني کې وسلوالو مخالفینو د شهباز په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې په کې اته پولیس وژل شوي دي.

 د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په دغه برید کی پېنځه پولیس او لس طالبان وژل شوي او دوه پولیس او پېنځه وسلوال ټپیان دي.

یوه بله امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یي یاد شي وايي، په دغه برید کی اته پولیس وژل شوي دي.  طالبانو ویلي، چې د شهباز سیمې پوسته نیول شوې او په کې ۱۲ پولیس ووژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version