بلخ @ps
په سرپل کې وسلوال مخالفین له مرګ و ژوبلې سره مخ شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سرپل ولایت چارواکي وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوولس وسلوال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپيان دي. په وژل شویو کې د ملا داوود، ملا آصف، نورالله او نور محمد نومونه یاد شوي، چې د طالبانو سیمه ایز قومندانان ول.
د سرپل والي زیاتوي؛ د صیاد په ولسوالۍ کې د البرز یو په نوم پوځي عملیات پیل شوي، چې په لړ کې یې د وسلوالو درې پاخه مرکزونه ویجاړ او پېنځه کیلو متره پرمختګ شوی دی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، چې له چهار شنبې راهیسې په صیاد ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات روان دي.
د نوموړي په وینا؛ افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
له دې مخکې هم د سرپل سیمه ییزو مسوولینو خبر ورکړی و، چې د البرز په عملیاتو کې یې درویشت وسلوال مخالفین وژلي دي.